د ماشوم د ژبي دري کلنه ارزونه- په بلروپ کمون کي د ماشوم د درې کلنې ژبې ارزونه ګرانو والدینو
Information om sprogvurdering på pashto.
-
Information om sprogvurdering
ستاسي ماشوم په نژدې وختو کي دري کلن کیږي. له همدي امله ستاسي د ماشوم وړکټون د ماشوم د ژبي د ارزوني په هکله تاسو سره
تماس نیسي.ستاسو د ماشوم ژبي، د هغه د زده کړي، پرمختګ او ودي دپاره ډیره مهمه ده. ماشوم په خپه ژبه خپل احساس او فکرونه بیانوي، نورو
سره لوبي کوي، پوښتني کوي او خبري کوي.د بلروپ په کمون کي زموږ هیله دا ده چي باید د ټولو ماشومانو ژبه په ښه او بنسټیزه توګه پرمختګ وکړي، - او په دی توګه هغه
ماشومان چي زیاتې مرستې ته اړتیا لري، هغۍ سره وختي خپل رښتیني کوښښونه پیل کړو.د ژبي ارزونې باید په لاندنې برخو کې کومک وکړي:
- ستاسي د ماشوم د ژبې دپاره هدفمند کارونه ترسره کول
- که ستاسې ماشوم اړتیا ولري، د هغه لپاره د ژبې زده کړې کوښښونه وختي پیلول
- ستاسې د ماشوم د ژبې پرمختګ تعقیبول
د ژبې ارزونې په لاندې توګه ترسره کیږي:
د ژبې ارزونې مخکي له دی نه چي ماشوم درې کلن شي، ترسره کیږي، دا چي د ژبي ارزوني باید د وړکټون د یو پیداګوګ له خوا
ترسره شي چي ماشوم پیژني، او بل دا چي باید په یو ډاډمن چاپیریال کي ترسره شي. هغه ماشومان چي کورني وړکټون ته ځي، د دوي
ژبي ارزوني د څارني د پیداګوګ له خوا ترسره کیږي.د ژبي د ارزوني په مهال ستاسي ماشوم باید ژبنۍ بیلابیلې پوښتني، چي یو پیداګوګ هم ورسره دي، حل کړي. په دی خاطر باید تاسي د
خپل ماشوم د ژبي په هکله د یو پوښتنلیک فورمي ډکي کړئ. د ژبي ارزونه تقریبآ شل تر ډیرش دقیقي وخت نیسي.
د مور او پلار فورمي ډکول تقریبآ لس تر پنځه لس دقیقي وخت نیسي.تاسو څخه هیله کوو چي ضمیمه پانې د خپل برښنالیک له پتې سره ډګي کړئ، او د ماشوم وړکټون ته یېوسپارئ. وروسته بیا تاسی یو
ایمیل ترلاسه کوئ چي د والدینو فورمی لینک په کي لیکل شوي دي.وړکټون د ژبي ارزوني د نتیجي د تر لاسه کیدو په برخه کي مینځګړيتوب کوي.
د ژبي ارزوني د کومو شیانو څیړني کوي؟د ژبي ارزونه د ماشوم د ژبني وړتیا د لاندنۍ برخي څیړني:
- خبري کول
- غوږ نیول او پوهیدل
- د ژبي آوازونه په سمه توګه بیا ادا کول
-
مشرانو سره اړیکي ټینګول
د دغه ارزوني پر بنسټ ستاسي د ماشوم د ژبي زده کړی اړتیاوي مالومیږي
که چیری ستاسي ماشوم خپل وړکټون بدلوي، د هغه لپاره د ژبي زده کړي ښه امکانات برابریږي:
ستاسي د ماشوم وړکټون هغه مالومات چي د ماشوم د ژبي د پرمختګ په هکله لري، ماشوم سره بل وړکټون ته لیږي.
تاسي کولاي شي چي د خپل ماشوم ژبي ارزوني ته نه ووایاست. که چیری تاسي دا پریکړه وکړي، باید د خپل ماشوم پیداګوګانو ته خبر
ورکړي. -
Fokuseret sprogindsats
د ژبي دري کلنه ارزونه
کله چي د ژبي ارزوني نتیجه داسي څرګنده شوه چي د "ژبي ځانګړي کوښښونو" ته اړتیا دهګرانو والدینو
د ژبي ارزوني نتیجي او د ماشوم د ژبي ورځني څارني داسي ښکاري چي ستاسي ماشوم د ژبي ځانګړي کوښښونو ته اړتیا
لري. د ژبي د ځانګړي کوښښونو په برخه کي پیداګوګان دی ته په خاصه توګه پام کوي چي ستاسي ماشوم سره داسي
فعالیتونه او خبري اتري وکړي چي د هغه د ژبي د پرمختګ په برخه کي مرسته وکړي.په همدي خاطر مونږ تاسو ته بلنه درکوو چي په یوه غونډه کي برخه واخلئ. په دغه غونډه کي موږ په ګډه سره د کار یو پلان
جوړو، چي مونږ څرنګه کولاي شو ماشوم سره د ژبي د پرمختګ په برخه کي هم په وړکټون او هم په کور کي مرسته وکړو.ډیر امکانات شته دي چي هم په وړکټون کي او هم په کور کي د ژبي ورځني ځانګړي کوښښونه وشي. مهمه دا ده چي هم وړکټون
دا کوښښونه په څه ډول او هم کور په ګډه سره د ماشوم د ژبي د پرمختګ د پلان جوړولو په برخه کي یو بل سره ژمنه وکړي، چي
وشي. دا د کار په پلان کي څرګنډیږي.هغي ژمني چي په غونډه کي کیږي د کار په پلان کي لیکل کیږي.
یوه نیټه هم ټاکل کیږي چي د کار پلان د عملي کیدو څیړني وشي.
-
Særlig sprogindsats
د ژبي دري کلنه ارزونه
کله چي د ژبي ارزوني نتیجه داسي څرګنده شوه چي د "ژبي ځانګړي کوښښونو" ته اړتیا دهګرانو والدینو
د ژبي ارزوني نتیجي او د ماشوم د ژبي ورځني څارني داسي ښکاري چي ستاسي ماشوم د ژبي ځانګړي کوښښونو ته اړتیا
لري. د ژبي د ځانګړي کوښښونو په برخه کي پیداګوګان دی ته په خاصه توګه پام کوي چي ستاسي ماشوم سره داسي
فعالیتونه او خبري اتري وکړي چي د هغه د ژبي د پرمختګ په برخه کي مرسته وکړي.فعالیتونه زیاتره وخت د یو خبري کوونکی پیداګوګ (talepædagog (په مشوره سره ترسره کیږي.
په همدي خاطر مونږ تاسو ته بلنه درکوو چي په یوه غونډه کي برخه واخلۍ. په دغه غونډه کي مونږ په ګډه سره د کار یو پلان
جوړو، چي مونږ څرنګه کولاي شو ماشوم سره د ژبي د پرمختګ په برخه کي هم په وړکټون کي او هم په کور کي مرسته
وکړو.د خبري کولو پیداګوګ مونږ سره د لارښووني په برخه کي مرسته کوي چي مونږ په ګډه سره څنګه کولاي شو ستاسي د
ماشوم ورځني پلان جوړ کړو چي ستاسي د ماشوم د ژبي پرمختګ په ښه توګه ترسره شي.ډیر امکانات شته دي چي هم په وړکټون او هم په کور کي د ژبي ورځني ځانګړي کوښښونه وشي. مهمه دا ده چي هم وړکټون
او هم کور په ګډه سره د ماشوم د ژبي د پرمختګ د پلان جوړولو په برخه کي یو بل سره ژمنه وکړي، چي دا کوښښونه په څه
ډول ترسره شي. دا د کار په پلان کي څرګنډیږي.هغي ژمني چي په غونډه کي کیږي د کار په پلان کي لیکل کیږي.
یوه نیټه هم ټاکل کیږي چي د کار پلان د عملي کیدو څیړني وشي.